یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د منځنۍ آسیا جابر حکام له اسلام سره له دښمنۍ لاس نه اخلي!
بسم الله الرحمن الرحيم
د منځنۍ آسیا جابر حکام له اسلام سره له دښمنۍ لاس نه اخلي!

(ژباړه)

خبر:

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د ۲۰۱۷م د جولای پر ۱۱مه په دوشنبې ښار کې له عمومي غړو سره په دې اړه لیدنه وکړه، چې حجاب د تاجک مېرمنو لپاره یو پردی فرهنګ دی او له تاجک مېرمنو یې وغوښتل، چې اسلامي حجاب لرې کړي. ده زیاته کړه: «کم شمېر ښځې او نجونې په زړه کې دینداري نه ويني، خو په ظاهر کې د تورو جامو په اغوستلو سره زموږ فرهنګ او ارزښتونه تر پښو لاندې کوي؛ خو هېر کړي يې دي، چې مسلماني په جامو، ستر، حجاب او ږیره کې نه، بلکې په زړه کې ده!» همدارنګه رحمان له چارواکو او امنیتي ځواکونو وغوښتل، چې پر هغو کسانو چې دیني ارزښتونو ته ژمن دي، فشار راوړئ. ده وویل: «په دې اړه د دولت سیمه ییزې اجرایي ادارې او نور مسؤول ارګانونه باید د منفي تمایلاتو له خپرېدو څخه د مخنیوي لپاره ځانګړي اقدامات وکړي.»

تبصره:

په تاجکستان کې د امام علي رژیم تر ننه پورې هغه کسان، چې خپل دین ته ژمن دي، تر کنترول لاندې راوستي. د مثال په ډول: د اسلام پر وړاندې د رحمان له مغرضانه وینا مخکې، د هېواد په شمال کې ۲۱ ډلې، چې د امنیتي ځواکونو په ګډون د دولت د بېلابېلو ارګانونو له استازو څخه جوړه شوې وه، فعالیت کاوه؛ د دوی ماموریت د هغه فکر خپرول وو، چې ویل یې تاجکې مېرمنې د حجاب له اغوستلو بده وړي. باید وویل شي، چې په منځنۍ آسیا کې رحمان یوازنی حاکم دی، چې د اسلام پر وړاندې په ښکاره دښمني کوي او له وېرې او هر ډول اندېښنې پرته پر اسلامي ارزښتونو حمله کوي.

څه مهال وړاندې د قرغیزستان ولسمشر الماس بیک، چې په بشپړه توګه له کرملین سره تړلی دی، دوه ځله یې د اسلام پر وړاندې د دښمنۍ ویناوې وکړې، چې لومړی ځل یې د روان کال د جولای پر ۱۲مه وویل: « مطاله پر لمانځه له بوختېدو څخه غوره ده.» او دویم ځل یې د اسلام پر وړاندې دریځ نیولو ته د روان کال د جولای پر ۲۴مه دوام ورکړ او ویې ویل: « په قرآن کې سورت دی، چې له الکولو څخه په لږه اندازه استفاده روا ده او ګټور دي، خو د جوماتونو امامان یې له ویلو ډډه کوي.»

همدا رنګه په دې اړه د ازبکستان ولسمشر میرزایوف هم له خپلو ملګرو وروسته پاتې نه دی. ده په دې وروستیو کې له ازبک علماوو سره په یوه ویډیویي کنفرانس کې، څو ودونه کول محکوم کړل او هغوی ته يې وویل: «محترمو علماوو! کله چې تاسو د دویمې نکاح خطبه د سرشمېرنې د ثبت د اسنادو په پام کې نیولو پرته وایئ، آیا تر اوسه مو درک کړې، چې په ټولنه کې مو څه ستونزې او بدبختۍ را منځته کړې دي؟» میرزایوف څرګنده کړه، چې زیاتره پېښې د څو ودونو کولو پایله ده. ده هغه امامان وګواښل، چې د دویمې ښځې لپاره د نکاح خطبه وایي او ویې ویل: «دوی باید خپل مسؤولیتونه د قانون په رڼا ک سرته ورسوي. موږ د دا ډول ناوړه اقداماتو د مخنیوي لپاره د لایحې جوړولو په حال کې یو، هر ملا چې د واده د شهادت لیک له ثبت پرته د نکاح خطبه ووایي، جزایي به شي.»

له دې وړاندې د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربایف د روان کال د اپرېل پر ۹مه په استانه کې د قزاقستان د مسلمانانو د معنوي ادارې له مشرانو سره په لیدنه کې اعلان وکړ، چې ږیره او حجاب د قزاقستان د خلکو له رواجونو سره جوړښت نه لري او امر یې وکړ، چې مخنیوی یې دې د تقنیني قواوو په واسطه وشي. ده زیاته کړه: «زموږ ځوانان د ناپوهۍ په پایله کې ږیره پرېږدي. د هغو قزاقي نجونو شمېر، چې په پوره توګه ځانونه په تورو جامو کې پټوي، د زیاتوالي په حال کې دی؛ چې دا خپله زموږ د خلکو له رواجونو سره په ټکر کې دی، چې د هغو مخنیوی باید د تقنیني قواوو په واسطه وشي. هغه وویل: د قزاقستان خلک باید تورې جامې د ماتم پر مهال واغوندي.»

همدارنګه په ترکمنستان کې هم د مسلمانانو د ځورولو په تړاو ورته حالت دی. د روان کال د اپرېل په میاشت کې د سردار ښار په نظامي واحد کې ځانګړو ترکمن خدمتونو یوه څېړنه پيل کړه، چې ښیي د عسکرو په ګډون یې له ۷۰ زیات کسان بندیان شوي دي. حقیقت داسې و، چې افسرانو د شپې مهال نوي مامورین سره راټول کړل او قوماندان یې د اسلام په اړه خبرې ورته کولې، چې په پایله کې افسران د اسلامي افکارو په خپرولو تورن شول. د دوی په اړه بېلابېلې جنایي دوسیې ثبت شوې، چې له هغې ډلې یې د اساسي قانون تر پښو لاندې کول او له دولتي دندو ناوړه استفاده ده. د ترکمنستان د کرونیکل د راپور پر اساس، د څېړنو او محکمې پایلې ته په کتو د یوه فرمان له مخې ۱۲ تنه لوړپوړي او ټیټ پوړي عسکر د افسرانو په استازيتوب له (۱۰ –۲۰) کاله په بند محکوم شول. له همدې امله هر کال د منځنۍ آسیا ظالمان د اسلام او اسلامي ارزښتونو پر وړاندې خپله دښمني بربنډوي او دوی په دې ګومان دي، څه چې کوي د ټولنې د آرامۍ لپاره دي.

په داسې حال کې چې د دوی ټولې هڅې پر اوبو د تصویر په څېر دي، ځکه د دې سیمې خلکو مخکې د پخواني شوروي د اشغال پر مهال د اسلام لپاره زیات فشارونه لیدلي دي. سره له دې چې کمونستان هېڅکله په دې ونه توانېدل، چې د مسلمانانو له زړونو څخه اسلام وباسي او که الله سبحانه وتعالی وغواړي اوسني ظالمان به په همدغه ځای له منځه یوسي، لکه څنګه یې چې کمونستان له منځه یووړل. پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«ثم تكون ملكًا جبرية فتكون ما شاء الله أن تكون، ثم يرفعها الله إذا شاء أن يرفعها، ثم تكون خلافة على منهاج النبوة» (رواه احمد)

ژباړه: له هغه وروسته به ظالم حکومتونه راشي او تر هغه وخته به دوام کوي، چې د الله سبحانه وتعالی خوښه وي او بیا به د نبوت پر منهج خلافت راشي.

لیکوال: عمر فارسي

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

Last modified onسه شنبه, 29 آګست 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې